کابل؛ پلچرخي مرکزي زندان کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسیدې

org2_admin
Mon, Sep 09 2024 9:27 PM
کابل؛ پلچرخي مرکزي زندان کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسیدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ د کابل ولایت د پلچرخي په مرکزي زندان کې د ياد زندان د پنځو بلاکونو لوبډلو ( ۶۰ ) زندانيانو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د زندانونو چارو د تنظيم ادارې عمومي رييس مولوي محمد يوسف مستري، د يادې ادارې مرستیال قاري حبیب الله بدر، د بېلابېلو ادارو مسوولین، رسنيو کارکوونکي، ميلمانه او د پلچرخي مرکزي زندان ورزشکاران راغلي وو.

د دغو سياليو په پايلوبې مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق ټولو راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست وويلې، او زياته يې کړه: « له هر څه مخکې اتلې او دويم مقام لوبډلې ته مبارکي وایم. څرنګه چې قوي مومن له ضعيف څخه غوره دی او الله ج يې خوښوي، نو موږ بايد سالم بدن ولرو، ځکه چې سالم فکر په سالم بدن کې وي او څوک، چې د ښه صحت خاوند وي هغه په ټولو چارو کې بريالی وي او زهني سکون لري. زه نن ډېر خوشحاله يم، چې زندانيانو ته د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري داسې د سهولت او د خوشحالۍ برنامه جوړ شوې ده. په آخر کې زه د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په نمايندګۍتاسو ته ډاډ درکوم، چې د ورزش اداره به له تاسو هيڅ ډول امکانات او مرسته ونه سپموي.»

ورپسې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رييس مولوي محمد يوسف مستري وويل: « زندانيان يو عاجزه مخلوق دی، چې بايد رحم پرې وشي، سالمه روزنه يې وشي او روغتيا ته يې پاملرنه وشي، ځکه دا يو امتحان دی او دوی ته پکار ده، چی صبر ولري.»

په آخر کې د زندانونو چارو د سمون ادارې مرستیال قاري حبیب الله بدر خبرې وکړې او وويل: « له المپيک ملي کمېټې څخه ډېره مننه، چې له موږ سره د ورزشي سياليو په برخه هر ډول مرستو ته یژ لبيک ويلی په دې هيله، چې دا همغږي دوامداره شي او موږ د ورزش اسانتياوو ترڅنګ زندانيانو ته د ښوونې، حرفوي زدکړو اسانتياوې هم برابرې کړې دي او اوس زندان دوی ته د زده کړې ځای او يوه مدرسه ګرځېدلې ده او دوی موږ سره امانت دي او هر ډول خدمت به يې کوو.

دغو سياليو، چې يوه مياشت دوام وکړ، په پايلوبه کې د اووم بلاک لوبډلې خپلې سیالې پنځم بلاک لوبډلې ته د ۲/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه زندانيانو ته يوه سالمه تفريح برابرول او له زندانيانو څخه يوه غوره لوبډله جوړول و.

د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته کپ، مډالونه، ستاينليکونه او ورزشي توکي ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS