بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دويم پړاو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موی تای فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د بلخ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د موی تای دويم پړاو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ په دريوو عمري کټگوريو او په بېلابېلو وزنونو ترسره شوې، په پايله کې ۱۲ تنه غورو ورزشکاران د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
