کابل کې ۲۰۰ ورزشکارانو ته په کوکي وان سبک کې د تکواندو ملي او نړۍ‌وال سندونه ورکړل شول

org2_admin
Mon, Sep 02 2024 9:22 PM
کابل کې ۲۰۰ ورزشکارانو ته په کوکي وان سبک کې د تکواندو ملي او نړۍ‌وال سندونه ورکړل شول

د کابل، هرات، ننګرهار، خوست، پکتیا او پروان ولایتونو ۲۰۰ ورزشکارانو ته په کوکي وان سبک کې د یو میاشتني سیمینار له پای ته رسېدو وروسته له لومړۍ درجې څخه تر اوومې درجې پورې کمربندونه کې سندونه ورکړل شول.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري له شپږو ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په کوکي وان سبک کې د تکواندو ښوونیز سیمینار ترسره شو، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

ورزشکارانو ته د سندونو د ورکړې په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د تکواندو ملي فدراسیون رهبري پلاوي او بریاليو ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د یاد سیمینار موخه د ورزشکارانو ظرفیت لوړول او ورزشکارانو ته د تکواندو ورزشي معلومات ورکول و.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS