ننگرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د بټي کوټ ولسوالۍ په انبار خاني کلي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د فکري رغوونې په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې، د انقلابي ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د انقلابي ب او سلمان خان ټايگرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سلمان خان ټايگرز لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې انقلابي ب لوبډلې ياد هدف په شپږم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د شپږو ويکټو په توپير وګټله.
ياده دې وي، چې اتلې لوبډلې ته يوه عراده موټرسایکل او دويم مقام گټوونکې لوبډلې ته يوه عراده بايسکل او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
