ننګرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یادولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په څلورم فارم کرکټ لوبغالي کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د څلورم فارم الف او څلورم فارم ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. څلورم فارم الف لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې د درې لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه. څلورم فارم ب لوبډلې د هدف په تعقیب کې ۱۳۰ مندې وکړې او لوبه یې د ۱۴ منډو په توپیر وبایلله.
دغه سیالۍ د ځوانانو د فکري رغونې په موخه پیل شوي دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
