دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د اشترلي ولسوالۍ په شخمیران سیمه کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د بغل کندو لوبډلې خپلې سیالې بازاریان لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه په اشترلي ولسوالۍ کې د والیبال ورزش ته وده ورکول و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د دایکندي ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
