تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ، چې دوې ورځې مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پای کې ۴۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
