زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د سامبو کورش د څلورو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې موخه یې د سامبو کورش ورزش ته وده ورکول ياد شوي، لومړی مقام زهير کلب، دويم مقام قاري رحمت الله کلب او درېيم مقام د عمران کلب ورزشکارانو خپل کړ.