لوگر کې د ۲۲ ورزشکارانو ته د فريزبي ملي فدراسيون له لوري د ظرفيت لوړولو سمينار ورکړل شو
د لوگر ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت او د فريزبي ملي فدراسيون په گډه همکارۍ په مرکز پل علم ښار کې د فريزبي ملي فدراسيون د استازي عبدالرشيد غزنوي او ورسره مل پلاوي له لوري ۲۲ ورزشکارانو ته د ظرفيت لوړولو ترڅنگ د يادې لوبې اصول، قوانين او قاعدي تشريح کولو په برخو کې سيمنار ورکړل شو.
په دغې سيمنار کې د ياد ولايت په کچه ځوانانو، نويو ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو گډون کړی وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
