کونړ؛ مرکز اسعد اباد کې د څاګي جام په‌ نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Wed, Aug 07 2024 10:18 AM
کونړ؛ مرکز اسعد اباد کې د څاګي جام په‌ نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د دې ولایت د مرکز اسعد اباد په څاګي سيمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د څاګي جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ټايګر لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته ټايګر او چلنجر لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه چلنجر لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اوو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۱۱ منډې هدف کېښود. بل لوري ته سيالې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په زيان ياد هدف په وروستي اور کې پوره کړ او په شپږړ ويکټو يې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده چې د سیالیو غوره او مخکښو لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوی.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS