پروان؛ مرکز چاریکار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز چاریکار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د نوي ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې عتیق الله رییسي د پرلپسې بریاوو وروسته لومړی او بریالي دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.