خوست؛ په متون ښار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د متون ښار په تڼيوال پارک کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اسحاق ح.ق.ا.ن.ي په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي، لومړنۍ لوبه يې د متون بابا او کونډيو ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده.