ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
Sat, Aug 03 2024 2:45 PM
ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په انبار خانې سیمه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د انکلاب «ب» او کېنګ سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. انکلاب لوبډلې د ټاس په ګټلو لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه. کېنګ سټار لوبډلې هم د یاد هدف په تعقیب کې ۱۳۶ منډې وکړې او لوبه سوپر اور ته لاړه خو د وخت د کمښت له امله لوبه مساوي پای ته ورسېده او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه.

یادې سیالۍ هېواد ته د خدمت او د نظام د ملاتړ په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS