میدان وردګ ؛ په مرکز میدان ښار مرکزي جمنازیوم کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال ولایتي سیالۍ پیل شوې

org2_admin
Tue, Jul 30 2024 9:27 AM
میدان وردګ ؛ په مرکز میدان ښار مرکزي جمنازیوم کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال ولایتي سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدراسیون په ګډه همکارۍ او د افغان بسیم مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ا.ا.ا د بیا واکمنېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت د څلورو ولایتو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د بامیان، لوګر، غزني، کابل او میدان وردګو ولایتونو د والیبال لوبډلو ګډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې تنګي سټار لوبډلې خپلې سیالې حبیبي لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې پنځه ورځې په دوام وکړي، موخه یې د ولایتونو د ورزشکارانو او مینوالو تر منځ مینه، یووالۍ او اخوت او همدارنګه د والیبال لوبو ته وده ورکول یاد شوي دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS