زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو ( فیروزي، استاد احمد، استاد نادرخان زابلي او استاد روزي محمد) د کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو چې یوه ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې د استاد نادر خان زابلي کلب لومړی، فیروزي کلب دویم او د استاد روزي محمد کلب درېیم مقام ترلاسه کړ.
هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه سیمه اییزو لوبو ته وده ورکول یاد شوي دي.
