فاریاب ؛ اندخوی ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د اندخوی ولسوالۍ په سالم بیګزاد فوټسال لوبغالي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال حذفي سیالۍ د جوزجان مډرن کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د جوزجان مډرن کلب لوبډلې خپلې سیالې سرخي اندخوی لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي دغو سیالیو درې ورځې دوام وکړ او موخه یې په اندخوی ولسوالۍ کې د فوټبال ورزش ته وده ورکول و.
