غزني؛ قره باغ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې ۴۵ ورځې وړاندې پیل شوې وې د ش.ه.ید فرید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د ش.ه.ید فرید لوبډلې خپلې سیالې اریانا لوبډلې ته د ۴/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د قره باغ ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبډلې موندل و.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته کپ، مډالونه، د اتلولۍ حکمونه او ستاینلیکونه ورکړل شوه.