ننګرهار؛ شينوارو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د همت زاده کلپ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org2_admin
Sat, Jul 20 2024 9:30 AM
ننګرهار؛ شينوارو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د همت زاده کلپ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د ١۴ لوبډلو ترمنځ د امن په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د همت زاده کلپ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د همت زاده کلپ او غني الرحمن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. غني الرحمن لوبډلې د لوبې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو شپږو لوبغاړو په لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹۴ منډو هدف وټاکه. همت زاده کلپ لوبډلې د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یاد هدف ترلاسه کړ او په شپږو ویکټو یې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ له نظام څخه د ملاتړ په موخه ترسره شوې چې ٣٨ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې د ته اتلولي کپ ورکړل شو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS