زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٠ ورزش کارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د دوه کلپونو د ٢٠ ورزش کارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د استاد عبدالمالک او استاد احمد کلپونو ورزش کارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې د استاد عبدالمالک کلپ د خپل سیال کلپ ورزش کارانو ته ماتې ورکړه او لومړی مقام يې خپل کړ.
يادې سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
