خوست؛ مرکز متون ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بلال مندوزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د تڼیو الف و بلال مندوزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې بلال مندوزي لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړ ته مډالونه او نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.