تخار؛ خواجه غار ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د رستاق ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Mon, Jul 15 2024 4:26 PM
تخار؛ خواجه غار ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د رستاق ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري په خواجه غار ولسوالۍ کې د یاد ولایت د ۱۸ ولسوالیو او د کندز ولایت د دوو لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د والیبال حذفي سیالۍ، چې دوې ورځې وړاندې پيل شوې د رستاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د رستاق ولسوالۍ لوبډلې خپلې سیالې د تخار ولایت معارف ریاست لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.

د سیالیو په پای کې د تخار ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ډول ډول ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS