د میدان وردګ پوهنتون د څلورو لوبډلو ترمنځ د پسرلني سمستر د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Wed, Jul 10 2024 10:15 PM
د میدان وردګ پوهنتون د څلورو لوبډلو ترمنځ د پسرلني سمستر د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت دولتي پوهنتون کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي په اتلولي پای ته ورسېدې.

په یادو سیالیو کې د ښوونې او روزنې، شرعیاتو، کرنې او کمپیوټر ساینس پوهنځیو لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي لوبډلې د ٣ پر ٢ میدانونو په توپیر د کرنې پوهنځي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ د زده کړیالانو ترمنځ د سالمو اړیکو جوړولو په موخه ترسره شوې چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS