کابل؛ درې افغان سوک وهونکي په آسیایي سیالیو کې له دوو برنزو مډالونو ګتلو وروسته هېواد ته راستانه شول

org_admin
Tue, Jul 09 2024 12:49 PM
کابل؛ درې افغان سوک وهونکي په آسیایي سیالیو کې له دوو برنزو مډالونو ګتلو وروسته هېواد ته راستانه شول

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون درې ورزش کاران د سوک وهنې په آسیایي سیالیو کې له دوو برنزو مډالونو سره هېواد ته راغلل او د ورزش ادارې له لوري یې تود هرکلی وشو.

یادو ورزشکارانو ته د هرکلي په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند اتل مشواڼي، د سوک وهنې فدراسیون استازو او د ورزش ادارې نورو مسولینو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې حافط احمد جان ځدارڼ دغو لوبغاړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی د وروستیو بریاوو مبارکي وويله او زیاته یې کړه، چې د هېواد د ورزش ادارې تل هڅه کړې ده، چې د ورزش په ډګر کې د خپلو ورزش کارانو ملاتړ وکړي.

ښاغلي ځدراڼ د هېواد ټولو ورزش کارانو ته ډاډ‌ ورکړ چې تر خپلې وسې پورې به هېڅ ډول مرسته او امکانات له دوی څخه نه درېغوي او په هره برخه کې به د دوی ملاتړ کوي، ترڅو په نړۍوالو میدانونو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې ښې لوبې ترسره کړي او هېواد ته ویاړونه راوړي.

د سوک وهنې په آسیایي سیالیو کې له افغانستان څخه مجتبی حیدري، فردوس نجیبي او احمد علي ملکزاده ګډون کړی و، چې په نیمه پایلوبه کې مجتبی حیدري په ۴۸ کیلو ګرامه وزن کې خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه او فردوس نجیب بیا په ۷۵ کیلو وزن کې د خپل سیال نه حاضرېدو له امله بریالی اعلان شو او د دې سیالیو پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

په پایلوبه کې مجتبی حیدري خپل آذربایجاني سیال ته او فردوس نجیبي په ازبیکستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره درېیم مقامونه وګټل او دوه د برنزو مډالونه یې ترلاسه کړل.

د سوک وهنې آسیايي سیالۍ د روسیې هېواد په یاقوتیس ښار کې د ۲۷ آسیايي هېوادونو ترمنځ د تېرې جون میاشتې په ۲۶مه نېټه پیل شوې او د روانې جولای میاشتې په ۷مه نېټه پای ته ورسېدې.

د یادونې وړ ده، چې د لوبغاړو د ستاینغونډې په پای کې درې واړو لوبغاړو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Sun, Aug 25 2024 4:31 AM
Background image

Congratulations to the U17-year-old team of the country in the center of Asia tournament!

Afghanistan's U17-year-old national football team defeated the strong team of Uzbekistan 1-0 in the final game of the Central Asian Championship (CAFA) and won the cup of this. . .

Sun, Jun 02 2024 9:22 AM
Background image

Selected snooker competitions started by the National Snooker Federation in cooperation

Selected snooker competitions started by the National Snooker Federation in cooperation with the General Directorate of Physical Education and the National Olympic Committee of the. . .

BACK TO NEWS