بدخشان؛ شهدا ولسوالۍ کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري یاد ولایت کې د شهدا ولسوالۍ په کوربتوب د بهارک او شغنان ولسوالیو څخه د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د شهدا ولسوالۍ ورزشکارانو د ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، شغنان ولسوالۍ ورزشکارانو د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د بهارک ولسوالۍ ورزشکارانو د ۱۴ امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول، یووالی رامنځته کول او د بدخشان ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
