پکتیا؛ مرکز ګردېز کې د درېیو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې اختریزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
Sun, Jun 23 2024 8:59 AM
پکتیا؛ مرکز ګردېز کې د درېیو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې اختریزې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د درېیو لوبډلو ترمنځ د رنګین اختر په نوم د نیزه وهنې اختریزې سیالې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د نوراحمد، جنت ګل او هیـ.ـ بة الله لوبډلو ګډون کړی وو او په سیکشن، رینګ، سنګل او توره او لین ډولونو کې یې سیالي ترسره کړې، چې په پایله کې یې د سیکشن او رینګ ډول لوبه د نوراحمد، سنګل او لین ډول لوبه د هیـ. بة الله او توره او لین ډول لوبه بیا د جنت ګل لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د اختر په ورځو کې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو او د نیزه وهنې لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS