میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د غشي ویشتلو اختريزې سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د چک ولسوالۍ اړوند په چک بند کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د چک ښکلا په نوم د غشو ویشتلو اختريزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د چک او محمد یارخیلو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې محمد یارخېلو لوبډلې ۳۳-۳۱ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د سیالیو د پای په مراسمو کې د يادې ولسوالۍ مسؤولانو، ګڼ شمېر قومي مشرانو، ځوانانو او د غشو ویشتلو ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه.
