پنجشېر کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال حذفي سيالۍ پيل شوې
د پنجشېر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت د مرکز په جنګلک کلي کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال حذفي سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې د عنابه ولسوالۍ ملکان ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې دره ولسوالۍ نبرد لوبډلې ته د ٣/٢ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول او د نېکمرغه لوى اختر نمانځل دي.