دايکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د ٤٥ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت کجران ولسوالۍ په ٨٠٠ مترې واټن کې د ٤٥ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې د لويو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې په پايله کې محمد لومړى، جان علي دويم مقام ترلاسه کړ.
د سياليو په پاى کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
د يادو سيالپو موخه سيمه ييزو لوبو ته وده ورکول او د نېکمرغه لوى اختر نمانځل و.