کابل؛ د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د پنځو ولایتونو ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sat, Jun 15 2024 10:48 AM
کابل؛ د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د پنځو ولایتونو ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د یاد فدراسیون په مرکزي جمناریوم کې له پنځو ولایتونو د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لوی اختر نمانځلو په موخه د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو ته د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمدجان ځدراڼ، د یاد ریاست ورزشي مشاور قاری حیات الله رحماني، د سوک وهنې ملي فدراسیون رییس قدیر سلطاني، ورزشي مسوولین او ورزشکاران راغلي وو.

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمدجان ځدراڼ د دغو سیالیو په اړوند وویل: د هېواد ورزش ادارې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اختر نمانځلو په موخه دا ډول سیالۍ برابرې کړې دي؛ ترڅو په اخترونو کې هم زموږ ورزشکاران او هېوادوال له ورزش څخه مستفید شي او امید لرم، چې د هېوادوالو د خوشحالۍ وړ به وګرځي او دوی ته به یوه سالمه تفریح برابره شي.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د کابل، ننګرهار، کونړ، لوګر او د خوست ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې د کابل ولایت ورزشکارانو د ۱۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، ننګرهار ورزشکارانو د ۶۰ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د لوګر ولایت ورزشکارانو د ۱۸ امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي دغو سیالیو یو ورځ دوام وکړ او موخه یې د لوی اختر نمانځل و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته د اتلولۍ حکم او مډالونه ورکړل شوه.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS