هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنیزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
Tue, Jun 11 2024 3:37 PM
هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنیزې سيالۍ ترسره شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت او د جمناسټیک فدراسيون په گډه همکارۍ د نادعلي ولسوالۍ په محمد خان عالي لېسې کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په دوو عمري کټگوريو کې د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکلو په موخه د جمناسټیک ټاکنیزې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې دوې ورځې يې دوام وکړ، په پايله په ځوانانو کټگورۍ کې مشعل داوري لومړی، کريم الله وصال دويم او راشد احمد جهاني درېيم او په نويو ځوانانو کټگورۍ کې محمد هاشم لومړی، کريم داد دويم او الله نور بيا درېيم مقام ترلاسه کړ‌.

د يادو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه او بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS