پکتيا کې د بدن ښکلا او فټنس ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي او د بدن ښکلا فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۳۶ ورزش کارانو ترمنځ د بدن ښکلا شپاړسم پړاو ولایتي ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ د بدن ښکلا ملي سیالیو لپاره د ولایتي لوبډلې د جوړولو په موخه ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۱۳ تنه لوبغاړي د ۱۴۰۳ کال ولایتي لوبډلې لپاره وټاکل شول.
د سیالیو په پای کې غوره ورزش کارانو ته د اتلولي حکمونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.