پکتيکا؛ په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې نصرت الله لومړی، لال محمد دويم او شيرزي بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.