بامیان ؛ مرکز کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sun, Jun 09 2024 12:52 PM
بامیان ؛ مرکز کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د شاه فولاد یووالي جام په نوم د فوټسال سیالۍ د فولادي زمریانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو چې دوې اوونۍ دوام وکړپه پایلوبه کې د فولادي زمریانو لوبډلې خپلې سیالې شافولادي لوبډلې ته په پنالټیو کې د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.

د سیالیو په پای کې د بامیانو ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي سامان ورکړل شو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS