د کابل د سنوکر منتخبې لوبډلې ټاکلو سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sat, Jun 08 2024 10:09 AM
د کابل د سنوکر منتخبې لوبډلې ټاکلو سيالۍ پای ته ورسېدې

د هيواد د المپيک، بدني روزنې او سپورټ لوی رياست اړوند سنوکر فدراسيون له لوري په کابل اسيا قهرمان کلب کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل منتخبې لوبډلې د سنوکر ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ لوی رياست اړوند د دعوت او ارشار رياست استازو، د سنوکر فدراسيون مسوولينو، ورزشکارانو او د سنوکر ورزش مينوالو ګډون کړی و.

دغه سيالۍ، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ، د درېيو کټګوريو (تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو) د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د لويانو په کټګورۍ کې ۱۶، د نويو ځوانانو په کټګوري کې اته او په ځوانانو کټګوري کې هم اته ورزشکاران، چې ټولټال ۳۲ ورزشکاران کېږي د کابل منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

هېره دې نه وي چې په پای کې اتلو ورزشکارانو ته کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS