غزني کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهنې نندارې ترسره شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بزکشۍ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز غزني ښار په اسفندې دښته کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهنې نندارې ترسره شوې.
دغه نندارو چې یوه یې ورځ دوام وکړ لیدلو ته یې د غزني ولایت ورزشي امر حاجي بلال م.ج.ا.ه.د، ورزشي روزونکي او د نېزه وهنې سیالیو مسوولین او ملاتړ کوونکي راغلي وو.
د یادو نندارو موخه د ځوانانو ترمنځ د دودیزو لوبو ته وده ورکول و.