کابل؛ د کابل ښار له کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسنګ سیالۍ پیل شوې
د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بوکسنګ ملي فدراسیون له لوري د ماسټر سپورټ عبدالرازاق سنګ شکن جام په نوم د کابل ښار له کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسنګ لومړی پړاو سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ به د نوي ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د بوکسنګ ملي فدراسیون په جمنازیوم کې ترسره شي.
د دغو سیالیو په پرانیستغونډه کې د المپيک ملي کمېټې او بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د بوکسینګ ملي فدراسیون رهبري پلاوي، ورزشکارانو او زیات شمېر مینوالو ګډون کړی و.
د یادو سیالیو موخه د کابل ښار ملي لوبډلې منتخبو سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندل و.
