ننگرهار؛ پاچا سټار لوبډلې د امن پسرلي په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
Tue, May 21 2024 9:07 AM
ننگرهار؛ پاچا سټار لوبډلې د امن پسرلي په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت په همغږۍ د نازيانو ولسوالۍ په ژۍ سر لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د امن پسرلي په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د پاچا سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه لوبه د پاچا سټار او مورچل بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، پاچا سټار لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۲۰ منډو هدف کېښود، مورچل بازانو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۴۵ منډو په توپير ماته ومنله.

دغه سیالۍ چې شاوخوا ۳۶ ورځې يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS