ننګرهار کې د پهلواني ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ۸۰ جوړو پهلوانانو ترمنځ د پهلواني ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایله کې ۴۰ تنه پهلوانان بریالي شول او د ننګرهار د پهلواني منتخبې لوبډلې ته یې لار ومونده.
دغه سیالۍ د پهلواني ټاکنیزې لوبډلې ته د لوبغاړو د لار موندنې په موخه ترسره شوې چې دوې ورځې یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.
