کندهار؛ سید جمال الدین افغان ښوونځي کې ملي دودیزې سیالۍ ترسره شوې
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري په سید جمال الدین افغان ښوونځي کې د رسۍ کشولو او لاس چپه کولو دودیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ په کندهار کې د ملي او دودیزو لوبو د بیا را ژوندۍ کولو او پرمختګ او په دغې برخه کې د نویو لوبغاړو د موندلو په موخه ترسره شوې چې د کال تر پایه به په نورو ښوونځیو کې هم دوام وکړي.
په پای کې د کندهار ولایت د ورزش ادارې له لوري ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.
