ننګرهار کې د بډمنټون ټاکنېزې سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ولایت په کچه د بډمنټون ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
یادې سیالۍ د نوي ځوانانو، ځوانانو او لویانو په کټګوري کې د ۲۵ تنو ورزشکارانو ترمنځ ترسره کېږي، چې ګټونکي ورزشکاران به یې منتخبې لوبډلې ته لار پیدا کړي.
دغه سیالۍ د منتخبې لوبډلې لپاره د لوبغاړو ټاکلو په موخه ترسره کېږي چې دوه ورځې به دوام وکړي.
