پروان؛ مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عقابان پروان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Tue, May 14 2024 6:57 PM
پروان؛ مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عقابان پروان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز چاریکار ښار په ورزشي جمنازیوم کې د پروان پوهنتون د محصلینو د شپږو لوبډلو ترمنځ د ګل ارغوان جام په نوم د والیبال سیالۍ د عقابان پروان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د عقابان پروان لوبډلې خپلې سیالې فتح خیبر لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او د پوهنتون محصیلینو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS