کابل؛ د کابل ښار د ختیځ زون د بدن روزنې او فټنس اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
Sun, May 12 2024 9:33 PM
کابل؛ د کابل ښار د ختیځ زون د بدن روزنې او فټنس اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بدن روزنې او فټنس فدراسیون له لوري د کابل ښار د ختیځ زون ۱۷ پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دغو سیالیو کې د ختیځ زون له ۴۷ کلپونو څخه ۲۱۷ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې له ۵۵ څخه تر ۹۰ کیلو ګرامه وزنونو کې یې له یو بل سره سیالۍ ترسره کړې.

د دغو سیالیو پایله کې له هرې وزني کټګورۍ څخه پنځه ورزشکاران، چې په ټولیزه توګه له ۲۱۷ تنو څخه ۴۰ تنه یې د ختیځ زون منتخبې لوبډلې لپاه وټاکل شول.

ورزشکارانو ته د ډالیو د ورکړې په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د بدن روزنې او فټنس فدراسیون رهبري، د دغې برخې ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.

د یادو سیالیو موخه د کابل ښار د ختیځ زون منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل ښودل شوي دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS