کابل کې د اته ولایتونو ترمنځ د ب ګروپ ویلچر باسکټبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
Sun, May 12 2024 3:59 PM
کابل کې د اته ولایتونو ترمنځ د ب ګروپ ویلچر باسکټبال سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي او د سره صلیب او نوه املوس مؤسسې په مالي ملاتړ د کابل په پارا المپیک ورزشي جمنازیوم کې د اتو ولایتونو ترمنځ د ویلچر باسکټبال سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې کابل ۲، خوست، بامیان، لغمان، کندهار، میمنه، غور او میدان وردګ لوبډلو ګډون کړی دی چې په لومړۍ لوبه کې یې میمنې لوبډلې میدان وردګ لوبډلې ته د ۲۱/۲۵ نمرو په توپیر ماتې ورکړه.

ټاکل شوې، چې د دغو سیالیو اتله لوبډله به د ویلچر باسکټبال الف ګروپ سیالیو ته لار ومومي.

د یادونې وړ ده، چې د الف ګروپ سیالۍ به څو ورځې وروسته د شپږو ولایتونو (کابل الف، مزار، بدخشان، هرات، پروان او ننګرهار) ترمنځ په هرات ولایت کې ترسره شي.

دغه سیالۍ د ویلچر باسکټبال ورزشکارانو د مهارتونو لوړولو او د ویلچر باسکټبال لوبډلې د جوړولو لپاره د ولایتونو د هڅولو په موخه پیل شوي چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS