دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د طلوع شلغم لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د ورزشي آمریت له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې دوې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې، د طلوع شلغم لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د طلوع شلغم او اتحاد ګزبري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې طلوع شلغم لوبډلې د ۳/ صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دغه سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د ټولیزو ورزشونو د ودې په موخه ترسره شوې او په پای کې د لوبو د مسؤول له لوري اتلې لوبډلې ته کپ، مډال او نورې ډالۍ ورکړل شوې.
