پکتیکا کې د ورزش ادارې رهبري له لوري په لومړي ځل د نېزه وهنې لپاره میدان مشخص او پرانیستل شو

org2_admin
Thu, May 09 2024 10:07 PM
پکتیکا کې د ورزش ادارې رهبري له لوري په لومړي ځل د نېزه وهنې لپاره میدان مشخص او پرانیستل شو

پکتیکا ولایت ته د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مله پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د لومړي ځل لپاره د نېزه وهنې سیالیو لپاره میدان مشخص او رسماً پرانیست.

مولوي احمدالله وثیق د دې میدان د پرانیستې په مراسمو کې وویل: موږ غواړو چې ورزش ټولشموله او د هیواد هرې برخې ته ورسوو او زیاته یې کړه، چې پکتیکا ولایت به ډېر ژر د زون په کچه د نېزه وهنې د لوبو کوربتوب وکړي.

هغه وویل، چې موږ هڅه کوو، په دې ولایت کې د ورزش د پراختیا او د ورزشکارانو لپاره نورې او ممکنې اسانتیاوې هم برابرې کړو.

یاده دې وي، چې دا میدان د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې اړوند د فوټبال سټیډیوم ترڅنګ موقعیت لري.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS