دایکندي؛ پاتو ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په پاتو ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د لویو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
دسیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته ډالۍ ورکړل شوې.
