لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ګروپي سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د قرغیو ولسوالۍ او د عبید سادات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د عبید سادات لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه. د قرغیو ولسوالۍ لوبډلې یاد هدف د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او سیالې لوبډلې ته یې د څلورو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
په دغو سیالیو کې ټولې لوبډلې په څلورو ګروپونو ډلبندي شوي دي او هره لوبډله د خپل ګروپ له نورو لوبډلو سره یوه- یوه لوبه ترسره کوي چې ټولې ۳۳ ورځې به دوام وکړي.
