هلمند؛ نیمروز لوبډلې د څلور اړخېز جام په نوم د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د لښکرگاه ښار په هلمند سټار جمنازيوم کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د څلور اړخېز جام په نوم د فوټسال سيالۍ د نيمروز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د نيمروز، کندهار، هلمند او هلمند الف لوبډلو گډون کړی وو. چې په پایلوبه کې نيمروز لوبډلې سيالې هلمند لوبډلې ته ۳-۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
دغه سيالۍ، چې دوې ورځې يې دوام وکړ، په پای کې لوبډلو ته ځانگړې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.