تخار؛ تالقان ښار کې ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال D لایسنس روزنیز کورس پای ته ورسېده
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په تالقان ښار کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال D لایسنس روزنیز کورس، چې پینځه ورځې یې دوام وکړ پای ته ورسېده.
په دغه کورس کې ګډون والو ته د روزونکو د مسلکي روزنې او د ظرفیت لوړونې موضوعګانې تدریس شوې.