دایکندي؛ ګیتي ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د مرکز تمران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې دوې اونۍ وړاندې د ګیتي بازار په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې وې د مرکز تمران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې د مرکز تمران لوبډلې خپلې سیالې شنیه ګیتي لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول، ورزش ته وده ورکول او سالم چاپیریال را منځته کول و.
